د فاریاب ولایت سیمه ییز چارواکي وایي، په دغه ولایت کې د ماین چاودنې له امله شپږو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د یاد ولایت چارواکي وایي، په دې پېښه کې وژل شوي ټول ماشومان دي. د هغه په خبره، دا پېښه چې د فاریاب په پښتون کوټ ولسوالۍ کې رامنځته شوې له امله یې پنځه ماشومان وژل شوي او یو بل ټپي دی. د یاد ولایت د پولیسو ویاند ویلي، دا ماین د طالبانو تر واک لاندې سیمه کې ځای پر ځای شوی و. په ورته وخت کې د پښتون کوټ ولسوالۍ اوسېدونکي د اندېښنې په څرګندولو سره وایي، په دغه ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښتې د ملکي تلفاتو د ډېرېدو لامل شوې دي.





























