په کونړ کې پر ډیورنډ فرضي کرښه د افغان ځواکونو او پاکستاني عسکرو ترمنځ نښته شوې ده. د کونړ دولایتي شورا غړي وایي پاکستاني عسکرو غوښتل په سیمه کې غیر قانوني پوځي تاسیسات جوړ کړي چې د افغان ځواکونو له غبرګون سره مخ شول. د پاکستاني عسکرو په ډزو کې یوه ښځه وژل شوې او درې کسه چې ټول ملکیان دې ټپیان شوي دي. د کونړ د ناړۍ ولسوال هم پېښه تاییدوي او وایي چې پاکستاني عسکر په سیمه کې غیر قانوني اقدامات کوي نو له همدې امله جګړه پيل شوې ده. د کونړ ولایت مقام هم وايي چې پاکستان پر فرضي کرښه غیر قانوني تاسیسات جوړول او افغان ځواکونو یې مخنیوی کاوه. د سرچینې په خبره پاکستاني عسکرو څو څو ځله په سیمه کې قوانین مات کړي دي چې د افغان ځواکونو له غبرګون سره مخ شوي. د پېښې په اړه تر دې ډېر جزیات نشته دی.





























