د راپورونو له مخې تېره ورځ مازدیګر د پاکستاني عسکرو او افغان پوځيانو ترمنځ د ډیورنډ پر فرضي کرښه نښته وشوه چې نن سهار یې هم ادامه لرله. رسنۍ وايي چې دمګړی نښته یو څه ارامه شوې ده، خو د پاکستاني عسکرو په بریدونو کې ملکي وګړو ته تلفات اوښتي. راپورونه وایي چې په پېښه کې څلور ماشومان او درې کسه نور ټپیان شوي او دوې ښځې وژل شوې دي. د کونړ ځایي چارواکي وايي نښته هغه مهال پیل شوه چې پاکستاني عسکرو غوښتل پر ډیورنډ فرضي کرښه غیر قانوني تاسیسات جوړ کړي خو د افغان پوځ له غبرګون سره مخ شوه. مرکزي حکومت تر دې دمه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.





























