د کونړ والي وايي چې پر ډيورنډ کرښه د جګړې پر مهال د پاکستاني ځواکونو په بريدونو کې درې مېرمنې وژل شوې او څلور ماشومان ټپيان دي. د کونړ والي عبدالستار ميرزکوال ويلي چې پاکستاني ځواکونو تېر مازديګر د ناړۍ ولسوالۍ اړوند د دوکلام پر سيمې بريدونه کړي دي. هغه زياته کړه، دا پېښه وروسته له هغه رامنځته شوه، کله چې پاکستاني ځواکونو پر ډيورنډ کرښه د نورو پوستو پر جوړولو پيل وکړ چې د افغان ځواکونو له خوا يې مخنيوى وشو. والي وايي، د پاکستاني ځواکونو په بريدونو کې درې مېرمنې وژل شوې او څلور نور چې ښځې او ماشومان په کې شامل دي، ټپيان شوي دي.





























