د ټاکنو کمیسیون یو تن ویاند ویلي چې د تېرو ولسمشریزو ټاکنو وروستۍ پایلې به د قوس میاشتې په ۱۵مه نېټه اعلان شي. د یاد کمیسیون ویاند عبدالعزیز ابراهیمي ویلي، د ټاکنو کمیسیون د تازه پرېکړې پر اساس ټاکل شوې ده چې د تېرو ولسمشریزو ټاکنو وروستۍ پایلې د قوس میاشتې په ۱۵ نېټه اعلان شي. د ټاکنو کمیسیون د پخواني مهالوېش له مخې ټاکل شوې وه چې د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې د تلې په ۲۷مه او وروستۍ هغه یې د لړم میاشتې په ۱۶مه نېټه اعلان شي خو پرون د یاد کمیسیون مشرې حوا علم نورستانۍ په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل چې دوی د ټاکنو پایلو کې د روڼتیا پر بنسټ پرېکړه کړې ده چې د تېرو ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې د روانې لړم میاشتې په ۲۳مه نېټه اعلان کړې.





























