ننګرهار کې په یو نوي رغېدونکي ښوونځي کې چاودنې دوه کسان وژلي او پنځه نور یې ټپیان کړي دي. د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼې د دې خبر د پخلي تر څنګ ویلي چې دا پېښه د یاد ولایت په کوټ ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده. هغه زیاته کړې، نن سهار شاوخوا لس بجې د کوټ ولسوالۍ په مترانو سيمه کې د يو نوي جوړېدونکي ښوونځي مخې ته چاودنه شوې ده چې له امله یې دوه تنه وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي. د نوموړي په وینا مړه او ټپيان ټول هغه خواریکښ دي چې د ښوونځي ودانۍ يې جوړوله. د چاودنې پړه تر اوسه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.





























