پاکستان له کلونو راهیسې پر کونړ توغندي توغوي، خو تازه یې په دغه ولایت کې له افغان ځواکونو سره مخامخ نښته کړې ده. له پاکستاني عسکرو سره د افغان ځواکونو نښته نوې خبره نه ده، بلکې تر دې وړاندې هم په خوست، کندهار او جلال اباد کې هم د دواړو لورو ترمنځ نښتې شوې دي. پاکستان د میلیاردونو ډالرو په لګښت پر ډیورنډ فرضي کرښه د اغزن تار لګول او پوستې جوړول پیل کړي دي، چې په ټوله کې د نړیوالو قوانینو له نظره یو غیر قانوني کار او یو اړخیز اقدام دی. افغان حکومت بیا د پاکستان پر غیر قانوني اقداماتو غبرګون ښودلی او هغه یې غندلي دي.
د یکشنبې په ورځ مازیګر شاوخوا څلور بجې پاکستاني عسکرو د کونړ په ناړۍ ولسوالۍ کې پر افغان خاوره بریدونه پيل کړل او له افغان سرتېرو سره یې نښته وکړه. افغان چارواکي وایي، پاکستاني لوري غوښتل چې پر ډيورنډ فرضي کرښه غیر قانوني نظامي تاسیسات جوړ کړي، خو افغان لوري یې مخنیوی کړی دی. تر دې وړاندې هم د دواړو لورو ترمنځ پر دغه مسئله ناندرۍ رامنځ ته شوې، د خبرو له لارې یو څه ستونزه حل شوې وه، خو پاکستاني لوري پر ژمنو وفا نه ده کړې او د تاسیساتو جوړولو ته یې ادامه ورکړې. د پاکستاني عسکرو دغه کار په ناړۍ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او عامو وګړو له غبرګون سره مخ شوی، چې له امله یې نښته رامنځ ته شوې ده.
پاکستاني عسکرو په دې نښتو کې له سپکو او درنو وسلو کار اخیستی دی او د عامو افغانانو پر کورونو یې توغندي توغولي دي. د راپورونو له مخې، په پېښه کې دری ښځې وژل شوې دي، یو سپین ږیری او دوه ماشومان ټپیان دي. بلخوا د کونړ والي بیا په یوه خپاره کړي ویډيويي پیغام کې ویلي چې ښايي د ټپیانو شمېر تر دې ډېر وي، ځکه ځینې یې روغتونونو ته لېږدول شوي او په اړه یې معلومات نشته دي.
په ناړۍ ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونه وایي چې د عامو وګړو په ملتیا دوی بریالي شوي، څو پاکستاني عسکر په شا وتمبوي او هغه تاسیسات و نړوي، چې پاکستاني عسکرو په غیر قانوني توګه جوړ کړي وو. بلخوا افغان حکومت بیا پر دغه مسئله غبرګون ښودلی دی او وایي چې دوی به له ډيپلوماتیکو لارو له پاکستان سره خپله ستونزه حل کړي.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وایي، دوی پر پاکستان غږ کوي چې له خپلو غیر قانوني کړنو لاس واخلي او نړیوالو اصولو ته درناوی وکړي. د ده په خبره، افغان حکومت هڅه کوي چې له ډيپلوماتیکو لارو له پاکستان سره رامنځ ته شوې ستونزه حل کړي.
دا لومړی ځل نه دی چې پاکستان د افغانستان د ارضي تمامیت په نقضولو سره له یوې خوا پر فرضي کرښه غیر قانوني اقدامات کوي، له بلې خوا له افغان ځواکونو سره مخامخ نښته کوي. د ملي یووالي حکومت د کار له پیل سره سم د پاکستان غیر قانوني اقدامت تر بل هر وخت ډېر شوي دي او څو څو ځله مخامخ نښتې رامنځ ته شوې دي. افغان حکومت سره له دې چې په ځلونو له ډيپلوماتیکو لارو د ستونزو د حل خبره کړې ده، خو لا هم له پاکستان سره ستونزه پر ځای ده.
څو ورځې وړاندې ولسمشر غني هم په یوه کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي وو، چې د افغانستان ځینې ګاونډیان د ارضي تمامیت اصولو ته درناوی نه کوي، ترهګر روزي، حریم نقضوي او د طالبانو په روزنه او تمویل کې لاس لري. نوموړي سره له دې چې په واضح ډول یې د پاکستان نوم نه و اخیستی، خو موخه یې دغه هېواد و.





























