په داسې حال کې چې د سولې ټیګښت لپاره د سولې عالي شورا، د سولې ځانګړی بورډ او د سولې په چارو کې دولت وزارت رامنځته شوی خو تر دې مهاله د سولې په برخه کې د هیڅ ادارې له لوري د پام وړ کار نه دی شوی. د ولسي جرګې غړي د یادو ادارو رهبرۍ غړو ته په اشارې وايي، چې د ملي یووالي حکومت داسې کسان د یادو ادارو رهبرۍ لپاره ګمارلي چې کورنۍ یې له هیواده بهر اوسیږي او د سولې ټینګښت لپاره اغیزمن نه دي. وکیلان وايي، چې د سولې رهبرۍ لپاره ټاکل شوې څیړې نه شي کولای روانه جګړه پای ته ورسوي. د ولسي جرګې غړي وايي، چې د سولې روانې هڅې له افغان حکومت سره په همغږۍ نه ترسره کیږي او افغان چارواکي له یادې پروسې لرې ساتل شوي دي.





























