د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره لیدلي دي. د پاکستان حکومت ویلي، دغې لیدنه کې عمران خان افغانستان کې د تاوتریخوالي پر کمېدو او د سولې پر ټينګښت ټینګار کړی دی. لیدنه کې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان یو ځل بیا امریکا ته ډاډ ورکړی چې افغانستان کې به د سولې او ثبات لپاره مرسته کوي. عمران خان افغانستان کې د جګړې پر ټولو ښکیلو غاړو غږ کړی چې تاوتریخوالی راکم کړي. نوموړي ویلي، افغانستان او سیمه کې امن او ثبات د پاکستان په ګټه دی.





























