د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وایي، افغانان حق لري، چې د حکوت د سولې له نوې طرحې خبر وي. نوموړي نن په کابل کې خبریالانو ته وویل، افغان حکومت د سولې لپاره یوه اووه مادییزه طرحه برابره کړې ده چې په عملي کېدو سره یې افغانان یوې دایمي او با عزته سولې ته رسېدلای شي. محب وویل، چې د سولې په دې طرحه کې له پاکستان سره واضح خبرې، له امریکا او نورو ملاتړو هېوادونو سره د افغانستان د راتلونکې او د دې هېوادونو د همکارۍ په اړه خبرې او له یوه میاشتني اوربند وروسته له طالبانو سره د مخامخ خبرو پیلول شامل دي. حمدالله محب وویل، چې له اور بند پرته د سولې خبرې ناممکنې دي او دا چې طالبان په افغانستان کې د جګړې مشروعیت د بهرنیو ځواکونو حضور بولي، نو په دې اړه به له بهرنیو هېوادونو سره خبرې کېږي، چې وروسته به بیا له طالبانو سره د سولې خبرې پیلېږي.





























