مشرانو جرګه د پاکستاني پوځیانو له لوري پر افغان خاوره د راکټي بریدونو د غندنې ترڅنګ وایي، که چېرته دا ستونزه له قانوني او ډیپلوماټیکو لارو حل نه شي باید پر وړاندي یې بالمثل عمل وشي. د یادې جرګې غړو نن په دې اړه د حکومت پر چوپتیا هم نیوکه وکړه او زیاته یې کړه چې د پاکستان ددې اقداماتو په اړه باید ملګرو ملتونو ته شکایت وشي. دوی د هغو افغان پوځیانو ستاینه کړې ده چې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې یې د پاکستاني پوځیانو د غیر قانوني کړنو پر وړاندې غبرګون ښودلی دی. په ورته وخت کې افغان حکومت وایي، دوی په دې اړه چوپ نه دي. د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي ویلي، دوی په وار وار خپل اعتراض له ډيپلوماټیکو لارو هم پاکستان او هم نړیوالي ټولنې ته وړاندي کړی دی او یو ځل بیا پر پاکستان غږ کوي چې ژر تر ژره د دې فرضي کرښې په اوږدو کې خپلې ناقانونه کړنې ودروي.





























