د مشرانو جرګې د سې شنبې ورځې ناسته کې سناتورانو د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو پر نه اعلان سختې نیوکې وکړې. دوی وايي، د ټاکنو د پایلو صلاحیت په کابل کې د امریکا سفارت او سپینې ماڼۍ سره دی. که څه هم د ټاکنو خپلواک کمېسیون تل پر خپل استقلالیت ټینګار کړی خو سناتوران د ولسمشریزو ټاکنو لومړنیو پایلو د ځنډېډو په غبرګون کې وايي، چې کمېسیون د پایلو د اعلان صلاحیت نه لري بلکې دغه صلاحیت له سپینې ماڼۍ سره دی. په ورته مهال ددې جرګې غړي وايي، د سولې د ټینګښت په برخه کې د پاکستان رول مهم دی خو ټینګار کوي، چې بهرنیان په افغانستان کې د جګړې دوام غواړي. سناتوران وايي، چې طالبان باید له افغان حکومت سره مخامخ بین الافغاني مذاکرات پیل کړي.





























