د ولسي جرګې ریاست په سر تر ناندریو رانیولې بیا د ولسي جرګې قراردادي مامورینو پرسر د جرګې غړو ترمنځ خپلمنځي شخړې او ناندرۍ ددې لامل شوي، چې ولسي جرګه کې ګڼ قوانین او فرمانونه له تصویب څخه پاتي شي. د ولسي جرګې اوولسمې دورې له پیل راهیسي تر دې مهاله څو ځله عمومي غونډه د اجنډا نشتوالي له امله نه ده ترسره شوې او د ډیری قوانینو تصویب ځنډیدلی دی. د ولسي جرګې یوشمېر غړي وايي، چې د وکیلانو ترمنځ د خپلمنځي شخړو او ناندریو له امله د ولسي جرګې چارې له ځنډ سره مخ دي او د ولسي جرګې ډیری غړي ملت ته د خدمت پر ځای په خپلو شخصي ګټو بوخت دي. تازه د ولسي جرګې د دارالانشاء رییس او وکیلانو ترمنځ رسنیو سره د یوشمېر غیر حاضرو وکیلانو د لېست شریکولو پر سر شخړه له تېرې یوې اونۍ راهیسې دوام لري، چې له امله یې د ولسي جرګې په تېره غونډه کې د سوداګریزې محاکمې فرمان له تصویب پاتې شو.





























