د فاریاب ولایت والي نقیب الله فایق وایي، په دغه ولایت کې د داعش ډلې په ګډون د بهرنیو وسله والو شمېر مخ پر ډېرېدو دی. فایق یوې خبري ناستې ته د خبرو پر مهال ویلي، په دغه ولایت کې د داعش ډلې لسګونه کورنۍ ځای پر ځای شوې دي. د نوموړي په وینا د داعش ډلې په ګډون تر څلوېښت ډېرې کورنۍ ددغه ولایت څو ولسوالیو ته ورغلې دي. فایق د خپلو خبرو پر دوام ویلي، په داعش ډلې پورې تړلي کسان د غور ولایت له ځینو سیمو د یاد ولایت ګرزیوان او کوهستان ولسوالیو ته راغلې دي، خو په وینا یې دوی هڅه کوي پر وړاندي یې هوایي او ځمکني عملیات پیل او دا ډله په دې سیمو کې ترهګریزو کړنو ته پرېنږدي. د یادونې وړ ده چې په دې ولایت کې د داعش او طالبانو ترمنځ په وار وار د وسله والو جګړو راپورونه هم ورکړل شوي دي.





























