د امریکا دفاع وزارت(پنټاګون) د یو تازه راپور په خپرولو سره ویلي، امریکایي ځواکونو تېره میاشت په افغانستان کې ۱۱۱۳ هوایي بریدونه کړي دي. د یاد راپور له مخې، په دې موده کې د ورځې شاوخوا ۴۰ هوایي بریدونه شوي دي. راپور د پنټاګون له قوله ویلي، دا بریدونه د دې لپاره ډېر شوي چې پرې نه ښودل شي دا هېواد یو ځل بیا د القاعده او داعش ډلې پر خوندي ځاله بدل شي. په ورته وخت کې د افغانستان دفاع وزارت وایي، د امریکایي ځواکونو د هوایي بریدونو زیاتېدو د هېواد پر امنیتي وضعیت پام وړ اغېز کړی دی او وسله والو ترهګرو ته یې سختې ضربې ورکړې دي. امریکا دا بریدونه په داسې حال کې زیات کړي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې تېره میاشت د ولسمشر ټرمپ له خوا له دې امله لغوه شوې چې طالبانو په کابل کې په یو برید کې د یو امریکایي سرتېري په ګډون یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.





























