دې هېل نشریه لیکي وروسته له دې چې له طالبانو سره د سولې خبرې ناکامې شوې د امریکايي عسکرو وتل هم له افغانستان پيل شوي دي. د سرچینې په خبره امریکا غواړي د خپلو ځواکونو شمېر په افغانستان کې کم کړي نو له همدې امله لا هم له افغانستان د سرتېرو ستنولو ته ادامه ورکوي. دې هېل لیکي امریکايي حکومت پرېکړه کړې، څو د هغه سرتېرو پر ځای نور سرتېري افغانستان ته و نه لېږي چې د ماموریت موده یې پوره کېږي. تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم ویلي چې په افغانستان کې به د خپلو سرتېرو شمېر راکموي، خو که اړتیا پېښه شي نو د ترهګرۍ ضد مبارزې ته به خپل سرتېري بېرته رالېږي. ددې تر څنګ یې په افغان خاوره کې د اوږدمهاله او پراخ استخباراتي حضور خبره هم کړې وه.





























