لویې څارنوالۍ ویلي چې د ټاکنو په کمیسیون کې یې د څو امنیتي کسانو له دندې د لرې کولو امر کړی دی. د لویې څارنوالۍ د مطبوعاتي برخې مسوولینو رسنیو ته ویلي چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون امنیتي سلاکار، د ملکي ګاردانو مسوول او یو سرتېری دې له دندې ګوښه کړل شي او تر هغه وروسته دې د لا ډېرو تحقیقاتو لپاره لویې څارنوالۍ ته ور معرفي کړل شي. لویه څارنوالي وایي دغه کسان د دیجتلي مرکز د قلف ماتولو په تور له دندې ګوښه کېږي. څه موده وړاندې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دیجتلي مرکز قلف مات شوی و، چې له امله یې د ټاکنیزو ټیمونو او کمیسیون ترمنځ ناندرۍ را ولاړې شوې. لویې څارنوالۍ د همدې قضیې په تړاو د یادو کسانو د ګوښه کولو او له دوی لا ډېرو تحقیقاتو امر کړی دی.





























