د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تېره اوونۍ دوه ځله له کابله لیدنه وکړه. که څه هم افغان حکومت ویلي چې د خلیلزاد د سفر اجنډا د دوو امریکایي استادانو چې کلونه وړاندې د طالبانو له لوري تښتول شوي وو خوشې کېدل و، خو په کابل کې د امریکا سفارت نن سهار په یوې اعلامیه کې ویلي، خلیلزاد د تلپاتې سولې لپاره د تاوتریخوالي پر کمېدو ټینګار کړی دی. اعلامیه کاږي، خلیلزاد د ولسمشر غني او اجراییه رییس په ګډون د افغان سولې په اړه له ډېریو مشرانو او بنسټونو سره لیدنو کې هغوی ته د خپل سفر په اړه معلومات ورکړي او په همدې اړه یې د هغوی نظرونه هم اورېدلي دي. اعلامیه کې راغلي، خلیلزاد پر دې ټینګار کړی دی چې امریکا په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د یو سیاسي جوړجاړي ملاتړ کوي او د تاوتریخوالي کمېدل د سولې ټینګښت لپاره اړین بولي.





























