اجراییه رییس عبدالله عبدالله له شانګهای سازمانه د ترهګرۍ ضد مبارزه کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده. نوموړي چې نن یې د یاد سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو په اتلسمه ناسته کې خبرې کولې وویل، د دې سازمان غړي هېوادونه باید له ترهګرۍ سره مبارزه کې لاس په کار شي. عبدالله د خپلو خبرو پر دوام ویلي، افغانستان د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه کې په لومړۍ کرښه کې قرار لري او یاد هېوادونه باید ددې هېواد ملاتړ او همکاري ته راودانګي. عبدالله یادې ناستې ته په وینا کې دغه راز د افغان سولې په اړه ویلي، په دې برخه کې هڅې روانې دي او دوی هیله لري چې دا هڅې به د بین الافغاني خبرو له لارې په هېواد کې روانې اوږدې جګړې ته د پای ټکی کېږدي. د شانګهای سازمان غړو هېوادونو د مشرانو غونډه د دوو ورځو لپاره د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې ترسره کېږي.





























