د ننګرهار چارواکي وایي، د ۲۴ ساعتونو لپاره د تورخم پولې له پرانیستل کېدو سره، د تورخم په ښارګوټي کې ګمرکي خدمتونه هم شپه او ورځ فعاله شوي چې ورسره عواید هم د پخوا په پرتله ډېر زیات شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي تېره ورځ ناوخته ازادي راډیو ته وویل: “تقریباً د ورځې په متوسط ډول لس میلیونه افغانۍ زمونږ په عوایدو کې زیاتوالی راغلی دی، د ګمرک ټولې اسانتیاوې د تورخم په ښارګوټي کې د ښاروالۍ ادارې له لوري خلکو او مسافرینو ته برابرې شوې، اوس ۲۴ ساعته باروړونکي موټر او عام خلک تګ راتګ کولای شي.”
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم پوله څه کم دوې میاشتې مخکې د ځینو مراسمو په ترڅ کې چې د پاکستان صدراعظم عمران خان هم په کې ګډون کړی و، پرانېستل شوه.