سه شنبه, سپتمبر 8, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ملګري ملتونه: افغانستان سره بشري مرستو ته دوام ورکوو

    کابل او کندهار کې په ولادي فسټول د اخته ښځو وړیا درمنله کېږي

    مسوولین: د نوي کابل د لومړۍ برخې چارې ۳۰ سلنه پرمخ تللي

    پاکستان په طب او غاښونو څانګو کې د افغان محصلینو منل ځنډولي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ملګري ملتونه: افغانستان سره بشري مرستو ته دوام ورکوو

    کابل او کندهار کې په ولادي فسټول د اخته ښځو وړیا درمنله کېږي

    مسوولین: د نوي کابل د لومړۍ برخې چارې ۳۰ سلنه پرمخ تللي

    پاکستان په طب او غاښونو څانګو کې د افغان محصلینو منل ځنډولي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه نړیوال خبرونه

د ډيجيټل سوداګرۍ د پنځم نړيوال نندارتون ځانګړتياوو ته کتنه

سپتمبر 8, 2026
in نړیوال خبرونه
0 0

د ډيجيټل سوداګرۍ پنځم نړيوال نندارتون به د سپتمبر له ۲۳ مې نېټې څخه تر ۲۷ مې نېټې پورې د چين د جه جيانګ ولایت په هانګجو ښار کې ترسره شي. د دغه هېواد د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د روانې مياشتې په اوومې نېټې په يوه مطبوعاتي غونډه کې د دې نندارتون اړوند معلومات خبري رسنيو ته ورکړي دي.

په دې وروستيو کلونو کې ډيجيټل سوداګرۍ د نړيوال اقتصادي پرمختګ د پرمخ بيولو مهم ځواک ګرځېدلی. د چین د سوداګرۍ وزارت معين يان دونګ وويل، له ۲۰۱۶م کال څخه تر ۲۰۲۵م کال پورې د چين د ډيجيټل خدماتو د وارداتو او صادراتو منځنۍ يا اوسطه کلنۍ وده ۱۱ اعشاريه ۲ سلنې ته رسېدلې، چې د نړۍ تر منځنۍ کچې يو اعشاريه  ۸ سلنه لوړوالی ښيي.

يان دونګ وويل، د ډيجيټل سوداګرۍ پنځم نړيوال نندارتون چې عنوان يې دی ((راځئ، د ډيجيټل سوداګرۍ نندارتون کې د AI راتلونکی ووينئ))، په ټولو ګډونوالو تصديو کې له يوه پر درېيمه برخه زياتې تصدۍ د مصنوعي ځيرکتيا څېړونکې تصدۍ دي، د مصنوعي ځيرکتيا د عملي کولو ازمويښتي اډې به پکې په ګډه نندارې ته وړاندې شي او دغه راز له عمومي مقصده ماډلونو څخه تر صنعتي عملي کېدو او ځيرکو ترمینلونو پورې یو بشپړ ځنځیري نوښتګر ايکوسیسټم به پکې د نندارچيانو پرمخ وړاندې شي.

د جه جیانګ مرستيال والي هو وی وويل، ((جه جيانګ ولایت په ډېر عزم او ارادې د مصنوعي ځیرکتیا ټکنالوژۍ ته مخه کړې، مصنوعي ځيرکتيا اوس د دې ولایت تر ټولو څرګنده نښه او تر ټولو لويه مټه یا بنسټ ګرځېدلی او د نوښتګر جه جيانګ پروژې جوړونه او پرمختګ په بشپړ سرعت او پوره ځواک هڅول شوی دی. له همدې امله مونږ مصنوعي ځيرکتيا د ډيجيټل سوداګرۍ د پنځم نړيوال نندارتون لپاره يوه مهمه محتوا بولو او په نندارتون کې به يو لړ نوې ټکنالوژۍ، نوي محصولات او نوي سناریو نندارې ته وړاندې کړو.

پرانيستې همکارۍ د دې جوړېدونکي نندارتون يوه لویه ځانګړتیا ده. ښاغلي يان دونګ وويل، چې د دې نندارتون عمومي مساحت به ۱۷۰۰۰۰ مربع مترو ته ورسیږي او نړیوال ګډونوال به یې د ټولو ګډونوالو تر ۲۰٪زیاته برخه جوړه کړي. مالیزیا او هنګري به د نندارتون د مهمو میلمنو په توګه وټاکل شي او د بهرنیو ګډون کوونکو پلاويو شمېر به د نندارتون په ټولو تېرو پړاوونو کې د ګډونوالو بهرنيو پلاويو له حجم څخه هم زيات شي. د نندارتون په جوړېدونکي پنځم پړاو کې د ۱۲۱ هېوادونو او سیمو استازو او همدارنګه د ۲۹ نړیوالو سازمانونو استازو د ګډون لپاره نومونه ثبت کړي دي او د نندارتون پر مهال به د ورېښمو لارې د ايلکترونيکي سوداګرۍ، د پولې هاخوا د معلوماتو جریان او زرغونې سوداګرۍ په شمول پر یو شمېر موضوعاتو مشورې وکړي.

ښاغلی هو وی وويل، چې د دغه نندارتون پرمهال به په چین کې د عربي ډیجیټل اقتصادونو اتحاد مقر پرانیستل شي، د چین او افریقا د مصنوعي ځیرکتيا د مستعدو کسانو په برخه کې د همکارۍ پروګرام به پیل شي او د بریکس هېوادونو د ځانګړي اقتصادي زون د همکارۍ شبکې وړانديز به وړاندې شي.

د هانګجو ښاروالي دو شیو ليانګ وويل چې ښار به يې د نندارتون پر مهال په لومړي ځل د مصنوعي ځيرکتيا د سيالۍ کوربه توب وکړي او په دې سيالۍ کې به له سلو ډیر ټیمونه برخه واخلي او د ځغاستې او رسۍ وهلو په شمول څه باندې لس ډوله لوبو کې به سيالي وکړي.

د چين د سوداګرۍ وزارت د ایلکترونيکي سوداګرۍ او معلوماتي کېدو رياست مسئول وانګ پنګ فی وويل، چې “د ورېښمو لارې ایلکترونيکي سوداګرۍ ورځ” فعاليت به د نندارتون یو مهم برانډ او ځانګړتیا وي. د دې ورځې په جريان کې به د فعاليت د پیل مراسم، د “ورېښمو لارې ايلکترونيکي سوداګرۍ” په نوم ځانګړی نندارتون او دوه نور انلاين او افلاين فعالیتونه به ترسره شي، څو  “د ورېښمو لارې ايلکترونيکي سوداګرۍ په برخه کې د همکاريو لاسته راوړنې په بشپړ ډول نندارې ته وړاندې شي.

د ډيجيټل ټکنالوژيو او نړيوالې سوداګرۍ ادغام مخ په ژورېدو دی او د چين د ډيجيټل سوداګرۍ پرمختګ ورځ تر بلې ګړندی شوی. د چین د سوداګرۍ وزارت معين يان دونګ وويل، چې وزارت به يې له اړوندو ادارو سره په ګډه د ډيجيټل سوداګرۍ د اصلاحاتو، نوښت او پرمختګ په اړه د چين د واکمن کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې نظرونه په ښه توګه پلې کړي، له بېلابېلو سيمو څخه به ملاتړ وکړي، چې اړوندې ګټورې پاليسۍ او تدبيرونه جوړ کړي، څو د ډيجيټل سوداګرۍ د پرمختګ لپاره انسجام رامنځته شي.

ShareTweetShare

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

اروپايي ټولنه به په ګرينلينډ ټاپو کې د ۲۰۰ ميليونه يورو سرمايه ګذاري وکړي

سپتمبر 8, 2026

د ايکولوژيکي تمدن په اړه د شي جين پينګ د افکارو د پېژندلو کتاب خپور شو

سپتمبر 8, 2026

لي چيانګ د قطر له صدراعظم او بهرنيو چارو وزير سره وکتل ‌

سپتمبر 8, 2026

وانګ يي د مکسیکو د بهرنیو چارو له وزیر ویلاسکو سره خبرې اترې وکړې

سپتمبر 8, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In