د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي چې که ټاکنیز ټیمونه د رایو د بیا شمېرنې اجازه ور نه کړي پر نوو لارو چارو به غور وکړي. د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشرې حوا علم نورستانۍ ویلي په ۲۲ ولایتونو کې د رایو بیا شمېرنه بشپړه شوې ده خو په اوو ولایتونو کې د ځینو ټیمونو پلویان د بیا شمېرنې اجازه نه ورکوي. د نوموړې په وینا که دغه کسان دوی ته د رایې بیا شمېرنې اجازه ور نه کړي بر نوو لارو چارو به غور وکړي. نوموړې دا په ډاګه نه کړه چې نوې لارې چارې به څه وي خو وایي چې له نورو کمیشنرانو سره په مشوره او همغږۍ به دوی په دې اړه پرېکړه کوي. کمیسیون دا هم ویلي چې د تړلو شوو مرکزونو د رایو تر بیا شمېرنې د لومړنیو پایلو اعلان هم ځنډېدلی دی.





























