افغان حکومت وايي د چابهار بندر له لارې د ترانزیت زیاتولو لپاره هڅه کوي. په ایران کې افغان سفیر عبدالغفور لېوال وایي، دوی له شریکو هېوادونو سره په ګډه کار کوي څو د چابهار بندر له لارې ترانزیټ ډېر کړل شي. دده په خبره افغانستان کولی شي هر کال یو میلیون ټنه سوداګریز توکي ددې بندر له لارې ترانزیت کړي. لېوال په چابهار بندر کې د ستونزو د موجودیت یادونه هم وکړه خو ټینګار کوي چې له دې سره هم دوی په دې بندر کې د سوداګرۍ د پراختیا لپاره کار کوي. ایرانی حکومت وايي چې تر دې دمه ۱۷۳ شرکتونو په چابهار کې د پانګونې لپاره نوملیکنه کړې ده او له دې ډلې ۳۷ شرکتونو فعالیت پيل کړی دی. چابهار په ایران کې د هند له لوري افغانستان ته جوړ شوی بندر دی چې له دې لارې به افغانستان له هند او نورو هېوادونو سره سوداګري مخ ته وړي.