په ننګرهار کې د جلغوزيو سوداګر وايي، چينايي بازارونو ته د جلغوزو د صادراتو له امله دغه ولايت د جلغوزيو نرخونه دوه برابره لوړ شوي او هيله لري چې راتلونکي کې د جلغوزو لپاره نور نړيوال بازارونه هم وموندل شي. د ننګرهار يوولسو ولسواليو کې د جلغوزيو پراخ ځنګلونه شته چې هرکال ۱۲۵۵ ټنو په شاوخوا کې حاصلات ترې راټولېږي. مسوولين وايي، هڅه کوي چې راتلونکي کې دا ځنګلونه پراخ او هغه ځايونه چې د جګړو او نورو ستونزو له امله زيانمن شوي او خپلسري وهل شوي وي بېرته يې له سره ورغوي. د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست وياند انعام الله مياخېل ویلي، د دغه ولايت په يوولسو ولسواليو کې د جلغوزو طبيعي ځنګلونه شته چې په اته زره او ۲۵۵ هکټاره ځمکو کې د جلغوزو ونې موجودې دي. دده په خبره له دې ځنګلونو هرکال د جغلوزيو۱۲۵۰ ټنه ميوه راټولېږي. د کرنې وزارت د تازه معلوماتو له مخې، روان کال په ټول افغانستان کې د جلغوزيو ۲۴زره ټنه حاصلات راټول شوي چې د تېر کال په پرتله زر ټنه زياتوالی په کې راغلی دی.