د ننګرهار چارواکو ويلي، د دغه ولايت په مرکز جلال اباد ښار او ځینو ولسواليو کې د ۴۹ ميليونو افغانيو په لګښت، بېلابېلې پروژې له بشپړېدو وروسته ګټې اخيستنې ته سپارل شوې دي.
د جلال اباد ښاروال روح الامين حسن ويلي، د ښار اړوند اتمې ناحيې په مربوطاتو کې د څه باندې ۳۱ ميليونو افغانيو په لګښت د ويالو، پلچکونو او کوڅو جوړونې پروژې ګټې اخيستنې ته سپارل شوې دي.
هغه ويلي، په يادو پروژو کې د ۲۵ سلنه ولسي ونډې په اخيستو سره څه باندې ۳۱ ميليونه افغانۍ لګښت راغلی، چې د شپږو مياشتو په موده کې يې چارې تر سره شوې دي .
د يو بل خبر له مخې، د ننګرهار د کانال ریاست له لوري د اسیا پراختیایي بانک په اتلسو میلیونو افغانیو مالي لګښت په سره رود، بهسودو، بټي کوټ، غني خېلو او مومندرې ولسوالیو کې د اوبو لګولو ۱۱ فرعي کانالونه له جوړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته سپارلي دي .