ځايي چارواکي وايي چې په کونړ ولایت کې د یوه کور د خونې چت لوېدو له امله پنځه ماشومان مړه او ٧ نور ټپيان شوي دي. د کونړ د والي وياند عبدالغني مصمم ويلي دا پېښه پرون ماښام په اسمار ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده. هغه زياته کړه، هلته د يوه کور د خونې چت لوېدلی چې له امله یې پنځه ماشومان مړه او اووه نور کسان ټپيان شوي دي. د نوموړي په وينا، ټپيان د درملنې لپاره د ولسوالۍ روغتون ته وړل شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ ښودل شوى دى.





























