د افغانستان د ښارجوړونې او ځمکو وزارت د ټاپي پروژې په لاره کې د جایدادونو د استملاک خبر ورکوي. د دغه وزارت ویاند حشمت الله ناصري ویلي، چې د ټاپي پروژې پر لار څه باندې ۱۲ کلیومتره ځمکه تخنیکي، تصفیه او تثبیت کېږي. نوموړي وویل، چې ډير ژر به دغه بهیر په هرات کې بشپړ او فراه، کندهار، هلمند او نیمروز کې به پیل شي. ټاپي د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان ګډه اقتصادي پروژه ده چې د ترکمنستان ګاز پاکستان او هندوستان ته لېږدوي. د ګازو دا پایپ لاین د افغانستان د پنځو ولایتونو له ۲۲ ولسوالیو تېرېږي.