د سولې عالي شورا وایي، د اوربند پر سر د طالبانو او افغان حکومت د لیدلوري اختلاف په هېواد کې د جګړو د دوام سبب ګرځي. د دې شورا مرستیال وایي، افغان حکومت پر اوربند ټینګار کوي، خو طالبان اوربند ردوي چې په دې سره به د سولې روانه پروسه زیانمنه شي او د جګړې ډګر به تر پخوا لا خونړی شي. له دې سره هممهاله د ولسي جرګې ځینې غړي بیا ټینګار کوي، چې طالبان باید اوربند ته غاړه کېږدي او د بین الافغاني خبرو لپاره تیاری وښيي.
بهرنیو او کورنیو رسنیو په پرله پسې توګه راپورونه خپرول چې د طالبانو له لوري اووه یا لس ورځنی عمومي اوربند اعلانېږي، خو طالبانو دغه اوربند رد کړ او په خبره یې، دوی د اوربند د بدیلې لارې پر سر مشورې کوي. اوس تازه د سولې عالي شورا وايي چې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د لیدلوري اختلاف او ټکر جګړې اوږدوي. د دې شورا مرستیال حاجي دین محمد وايي، د طالبانو له لوري د اوربند ردول او د حکومت له خوا بیا پر اوربند ټينګار د سولې بهیر پېچلی کړی دی. د هغه په خبره، که دواړه لوري پر خپلو مخکنیو شرطونو ټینګار وکړي، نو د دې احتمال شته چې جګړه اوږده او خونړۍ شي.
د سولې عالي شورا مرستیال ټینګار کوي چې د روانې جګړې اوسنی زیان عامو افغانانو ته اوړي او که دوام کوي بیا هم تر ټولو ډېر زیان عامو وګړو ته رسېږي، نو ځکه یې باید د ختمولو لپاره لارې چارې ولټول شي. دین محمد وايي: «که حکومت هم پر خپل شرط ټینګ ولاړ وي، په دې شرط چې حتماً باید اوربند وشي او که طالبان هم پر دې شرط ولاړ وي چې تاوتریخوالی کموي، خو اوربند نه کوي، نو جګړې به شدیدې شي، بیا به تر ټولو ډېر زیان عامو افغانونو ته اوړي».
بلخوا د سولې له بهیره ځينې باخبره کسان بیا روان وضعیت خورا نازک بولي. د دوی په خبره، هره شېبه د دې امکان شته چې د سولې بهیر ګډوډ شي. پخواني طالب چارواکي عبدالسلام ضعیف ویلي، د دواړو لورو تر منځ د باور فضا نشته او بې باوري سولې ته زیان رسولی شي. ضعیف وايي: «د سولې چوکاټ په دوامداره توګه نازک وضعیت لري، هره شېبه د دې احتمال شته چې دغه بهیر د دښمنانه چلند او بې باورۍ له امله مختل شي».
له دې سره هممهاله د جګړې ډګر خورا خونړی شوی دی. وروسته له دې چې طالبانو اوربند رد کړ، تازه طالبانو د هېواد په څو ولایتونو کې پر بېلو ولسوالیو بریدونه وکړل. پرون طالبانو د درزاب ولسوالي نیولې ده او په څو ورځو کې یې پر افغان ځواکونو ډېر بریدونه کړي دي. له دې سره هممهاله افغان ځواکونو هم پر طالبانو هوایي او ځمکني بریدونه کړي دي او دغه ډلې ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي. ویل کېږي چې په تېرو لسو ورځو کې د هېواد په څو ولایتونو کې تر پنځوسو نظامیانو ته د جګړې په ډګر کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
بلخوا د ولسي جرګې ځینې غړي بیا وایي، جګړه هغه وخت ختمېدلی شي، چې تر هر څه وړاندې اوربند رامنځ ته شي. د ولسي جرګې د دفاعي کمېسیون غړی ابرارالله مراد وایي، که اوربند نه کېږي، نو د سولې خبرې هم بې پایلې پاتې کېږي. هغه وايي: «جګړه هغه مهال ختمېږي یا کمېږي چې اوربند وشي، که اوربند ونه شي، نو جګړه نه راکمېږي، چې دا ستره ستونزه ده».
طالبان بیا ټینګار کوي چې دوی اوربند نه کوي او د تاوتریخوالي کمولو لپاره پر یوه دویمه لار سلا مشورې روانې دي. امریکا او افغان حکومت بیا تر اوسه د طالبانو پر دغه پرېکړه غبرګون نه دی ښودلی. تر دې وړاندې طالبانو او افغان لوري دواړو ټینګار کړی دی، چې دغه ډله د سولې هوکړې لاسلیک لپاره باید اوربند ومني او بین الافغاني خبرو ته تیاری وښيي.





























