وروسته تر هغه چې نیویارک ټایمز ورځپاڼې د امریکا د دفاع وزارت له قوله پر کرونا د ۵۰ سلنه افغان سرتېرو د اخته کېدو راپور ورکړ، افغان ځواکونو دا راپور رد کړی دی او ویلي یې دي چې پر کرونا د افغان سرتېرو د دومره لوړ شمېر اخته کېدو راپور سم نه دی. د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو له لوري په ګډه اعلامیه کې راغلي، د پولیسو په لیکو او جزوتامونو کې د کرونا ویروس وقایوي سپارښتنو په عملي کېدو سره پر یاده ناروغي د اخته کسانو شمېر په تر ټولو ټیټه کچه کې دی. خبرپاڼه کې وړاندې راغلي چې افغان ځواکونه په دوامداره توګه له غوڅ ملاتړ ماموریت سره هم په اړیکه کې دي او په بیلابیلو برخو کې د دواړو لوریو ترمنځ هر اړخیزه همکاري دوام لري.





























