وروسته تر هغه چې د هرات والي سید وحید قتالي وویل چې د دغه ولایت د ګمرک ۹۰ سلنه عواید شخصي جېبونو ته ځي مالیې وزارت د یادې ادعا په ردولو سره ویلي چې له دغه ګمرک څخه په دې کرونایي حالت کې د میاشتې یو میلیارد افغانۍ د دولت عوایدو ته جمعه کېږي. د یاد وزارت ویاند شمروز خان مسجدي زیاته کړې، د دوی د معلوماتو له مخې په جوزا میاشت کې له یاد ګمرک څخه ۸۷۰۰ موټر هېواد ته داخل او ټول یې محصول شوي دي. د یادونې ده چې د هرات والي وحید قتالي ادعا کړې وه چې د دغه ګمرک ۹۰ سلنه عواید په کابل، هرات او د اسلام کلا بندر دن ننه د مافیایي کړیو جېبونو ته ځي او یوازې لس سلنه یې د دولت عوایدو ته اضافه کېږي.



































