ګرجستان وايي، په افغانستان کې یې ۱۰ تنه پوځیان په کرونا وبا اخته شوي دي. د ګرجستان پوځیان په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې فعالیت کوي. د دغه هیواد دفاع وزارت نن ویلي، لس سرتېري یې، چې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت په اډو کې په دنده بوخت دي، په کرونا وبا اخته شوي دي چې له دې سره په دې وبا د ټولو اخته شویو پوځیانو شمېر یې ۲۸ تنو ته ورسېد. د ګرجستان د دفاع وزارت په وینا په کرونا اخته شوي ګرجستاني پوځیان د جرمني د هوايي ځواک په یوه الوتکه کې نن دغه هېواد ته ورسول شول.





























