امریکا په افغانستان کې له کرونا ویروس سره د مبارزې کمیتې ته د مصنوعي تنفس ۱۰۰ ماشینونه ورکړي دي.
د امریکا پرمختیایي اداره وایي، دا عصري تنفسي ماشینونه د امریکا په کینزاس ایالت کې تولید شوي دي او ډېر ژر به د هغو کسانو لپاره چې افغانستان کې د کرونا وبا له امله په بد وضعیت کې قرار لري وکارول شي.
دغې ادارې زیاته کړې، د نورو ادارو ترڅنګ به د افغانستان له عامې روغتیا وزارت سره هم خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
دا ماشینونه وروسته تر هغه افغانستان ته ورکول کېږي چې وړاندې تر دې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې ګڼ وینټلاټورونه بهر ته قاچاق شوي او یو شمېر یې په پېښور کې لیدل شوي چې په ارزانه بیه بېرته پلورل کېږي خو افغان حکومت خپاره شوي راپورونه رد کړي دي.



































