چین هېواد د افغانستان له عامې روغتیا وزارت سره د یو میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت د طبي توکو مرسته وکړه. د طبي توکو دغه محموله نن د حامد کرزي په هوایي ډګر کې په افغانستان کې د چین د سفیر لخوا د ولسمشر د دویم مرستیال په حضور کې د عامې روغتیا سرپرست وزیر محمد جواد عثماني ته وسپارل شوه. محمد جواد عثماني د چین له پر له پسې مرستو مننه وکړه او زیاته یې کړه چې که څه هم اوس په افغانستان کې د کرونا لومړنۍ څپه کنټرول شوې ده، خو د دویمې هغې د راتلو خطر لا هم موجود دی چې د کنټرولولو لپاره یې پوره چمتوالی نیول شوی دی.




په افغانستان کې د چین سفیر وانګ یو وویل، چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ته یې د یو میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت طبي وسایل وسپارل او تر څنګ یې د کرونا ناروغۍ د مخنیوي په موخه پوهنې وزارت، سرې میاشتې ټولنې او محلي ارګانونو خپلواکې ادارې ته ځینې صحي بستې ورکړې دي چې د افغانستان ټولو ولایتونو ته یې ورسوي.

نوموړي وویل، چې هېواد به یې تل د افغانستان تر څنګ ولاړ وي او په بېلابېلو برخو کې به خپلو مرستو ته همداسې دوام ورکړي. وانګ یو دغه راز وویل، چې چین د افغانانو په مشرۍ د سولې د روان بهیر ملاتړ کوي او هیله لري چې په افغانستان کې د روانو خونړیو جګړو مخه د خبرو له لارې ونیول شي او دغه هېواد ته دایمي سوله او ثبات راشي.

د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش د چین له دوامداره مرستو مننه وکړه او وویل، کرونا ناروغۍ ثابته کړه چې د نړۍ ټول هېوادونه له یو بل سره نه بېلېدونکې اړیکې لري. نوموړي په راتلونکې کې هم ددغه ډول مرستو د دوام غوښتنه وکړه.
چین له دې وړاندې هم له افغانستان سره په طبي او نورو برخو کې مرستې کړې دي.



































