په څو راتلونکو اونیو کې به د هرات-خواف رېل پټلۍ ګټه اخیستنې ته وسپارل شي. د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله په ایران کې له ایراني چارواکو سره د لیدنې پر مهال ویلي چې د افغانستان او ایران ترمنځ باید د سوداګرۍ او ترانزیت په برخه کې اړیکې پراخې او پیاوړې شي. دده په خبره په څو راتلونکو ورځو کې به د هرات خواف رېل پټلۍ ګټه اخیستنې ته وسپارل شي چې دا به د دواړو هېوادونو ترمنځ بې مخینې ملګرتیا رامنځ ته کړي او سوداګري به په ټوله سیمه کې وده وکړي. ایراني لوري هم ویلي چې دوی له بېلو لارو هڅه کوي له افغانستان سره ښې اړیکې ولري او ددغه هېواد په پرمختګ کې ونډه واخلي.



































