روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کرونا وبا ۷۶ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي، له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۴۱ زره او ۵۰۱ ته رسېدلی دی. د دغه وزارت په خبره، په همدې موده کې له یادې ناروغۍ د مړیني کوم راپور نه دی ورکړل شوی خو پنځه تنه نور بیا بېرته روغ شوي دي. د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې له کرونا وبا د مړه شویو کسانو ټول شمېر یو زر او ۵۳۶ ته او د بېرته رغېدلیو هغه بیا ۳۴ زره او ۳۲۴ ته لوړ شوی دی. د یادونې ده چې د کرونا ویروس پنځه زره او ۶۳۹ پېښې تر اوسه فعالې دي.





























