د هېواد په شمالي ولایتونو کې پر لویو لارو د باروړونکو موټرونو چلوونکي وایي چې له څو ورځو راهیسې یې په حکومت کې د فساد او غیر قانوني اخاذیو له امله کاري اعتصاب کړی دی. دوی وایي د حیرتان په دوه لاره کې د ترانسپورت وزارت څانګه په غیر قانوني توګه ترې له ټاکل شوې تعرفې زیاتې پیسې اخلي او دمګړی لسګونه موټرونه په دې سیمه کې ولاړ دي او د خپلو ستونزو د حل کېدو غوښتنه کوي. دغه موټر چلوونکي وايي چې په یاده سیمه کې د ترانسپورت وزارت دغه څانګه د ولسمشر په حکم لرې کړل شوې وه، خو له څو ورځو راهیسې یې بېرته فعالیت پیل کړی دی او له موټرچلوونکو غیر قانونی پیسې اخلي. موټر چلوونکو له سپوږمۍ راډیو سره په خبرو کې وویل چې یوازې دغه لار نه بلکې د هېواد په نورو لویو لارو کې هم د پولیسو او حکومتي مامورینو له ناوړه او ظالمانه چلند ستړي شوي دي او حکومت یې دې ستونزې له قانوني لارو د تل لپاره حل کړي.



































