د هېواد د لویو لارو موټر چلوونکو د غیر قانوني اخاذیو او فساد په اړه خپلو اعتراضونو ته ادامه ورکړې ده. دوی چې د هېواد په څو ولایتونو کې یې خپل بار وړونکي موټرونه درولي دي وایي چې حکومتي ادارات او پولیس غیر قانوني پیسې ترې اخلي او که یې ور نه کړي نو وژل کېږي، وهل کېږي او شکنجه کېږي. موټر چلوونکي له حکومت غواړي چې ژر تر ژره یې دغه ستونزه حل کړي او که یې د ستونزې د حل لپاره کوښښ و نه کړي نو دوی به هم خپل اعتراض ته ادامه ورکړي. موټر چلوونکي ددې غوښتونکي دي چې د لویو لارو له پوستو اوسني پولیس لرې کړل شي بلکې پر ځای یې دې قانون او وطن ته ژمن خلک په دنده وګوماري چې له غیر قانوني اخاذیو خلاص شي.



































