پاکستان ویلي چې د دوی له اړخه د چمن دروازې خلاصون په اړه هیڅ ستونزه نشته ده. د چمن مرستیال کمیشنر جمعه داد مندوخیل ویلي چې د چمن دروازه د افغان طالبانو له لوري تړل شوې ده. هغه ټینګار کړی دی چې که چېرته طالبان له هغې خوا دغه دروازه خلاصه کړي نو د دوی له لوري هیڅ خنډ نه شته دی. چمن دروازه چې پنځه ورځې وړاندې د طالبانو او پاکستاني حکومت ترمنځ د ستونزو له امله د تړل شوې وه تر اوسه پورې بنده پاتې ده. طالبانو تر اوسه د پاکستاني چارواکو دې څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.



































