ماساجرو ورځپاڼې راپور ورکړی دی چې د ایټالیا لومړي وزیر ماریو دراګي د افغانستان په اړه د جي اووه هېوادونو په بېړنۍ ناسته کې پر طالبانو د بندیزونو د لګول کېدو مخالفت کړی دی. جي اووه هېوادونو د سه شنبې په ورځ د افغانستان وروستی وضعیت ارزولی او تر هغه وروسته یې ګډه اعلامیه خپره کړې ده. د ماساجرو ورځپاڼې د راپور له مخې، ماریو دراګي په یاده ناسته کې د طالبانو پر ضد د بندیزونو مخالفت کړی دی او ګډون کوونکي هېوادونه یې له یاد کار څخه منع کړي دي. په همدې حال کې ورځپاڼې ویلي چې ماریو دراګي په دې هڅه کې دی چې په نږدې راتلونکې کې د جي ۲۰ هېوادونو ناسته چې د افغانستان په اړه جوړېږي هم رهبري کړي او نوموړی به په یاده ناسته کې هم پر طالبانو د لګول کېدونکو بندیزونو کلک مخالفت اعلان کړي.



































