د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي نن په کابل کې د پوهنتونو له ځینو استادانو سره کتلي دي. د کرزي د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې استادانو په هېواد کې د پوهنتونونو د بیا پیل او د لوړو زدکړو د تقویې په اړه خبرې کړې دي. د سرچینې په خبره، پخواني ولسمشر له یادو استادانو سره له کتنې خوښي څرګنده کړې او د هېواد ابادي او پرمختګ یې د افغانستان د ځوانانو په تعلیم او تحصیل پورې تړلې بللې. هغه دغه راز په هیواد کې د استادانو پاتې کېدل ستایلي او هیله یې ښودلې چې پوهنتونونه ژر تر ژره د ټولو محصلینو (نجونو او هلکانو) پر مخ پرانیستل شي او د لوړو زدکړو د تقویې لپاره هر اړخیزې ملي هڅې وشي.






























