زلزله ځپلو سیمو کې شاوخوا شل زره مېرمنې روغتیايي مرستو ته اړتیا لري. د ملګرو ملتونو د جمعیت صندوق په تازه څرګندونو کې ویلي چې د افغانستان په خوست او پکتیکا کې زرګونه مېرمنې روغتیايي خدماتو او مرستو ته اړتیا لري. د سرچینې په خبره په زلزله ځپلو سیمو کې ۱۹۲۹بارداره مېرمنې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري او د دوی سیار ټيمونه له دوی سره په مرسته او مشوره بوخت دي. دغه اداره وایي چې ټولټال شاوخوا شل زره افغان مېرمنې په افغانستان کې روغتیايي مرستو او مشورو ته اړتیا لري او په دې سیمو کې د روغتیايي کارکوونکو کمبود هم ستره ستونزه ده. په خوست او پکتیکا کې وروستۍ زلزلې زرګونه کسان زیانمن کړي دي چې له دې ډلې ډېری یې مېرمنې او ماشومان دي.































