د نومبر د میاشتی په ۱۱ نیټه شاوخوا ۴۰ ټنه بشري مرسته چې د روسیې فدراسيون د حکومت له خوا او دغه راز د محمد نادر شاه په مشرۍ په مسکو کې د افغان سوداګريز مرکز له خوا تیاره شوې وه، د روسیې د دفاع وزارت د دوو الوتکو په وسیله کابل ته را ورسېده. د یادولو وړ ده چې روسیه په هرات کې د وروستۍ ویجاړونکې زلزلې له امله له زیانمن شویو افغانانو سره د دوستانه او بشري مرستو رسولو ته دوام ورکوي.






























