په فیلپین کې په یوه کلیسا کې غبرګو چاودنو اویا کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د رسنیو د راپورونو له مخې د فیلپين په سولو ولایت کې په یوه کلیسا کې دوې پرله پسې چاودنې شوې دي چې له امله یې اویا کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د فیلیپین پولیس وایي لومړۍ چاودنه هغه مهال وشوه، چې کلیسا ته تللي خلک په عبادت بوخت وو، خو کله چې پولیس او ژغورونکې ډلې سیمې ته رسېږي نو دویمه چاودنه هم کېږي. په دې پېښه کې ۲۰ کسه وژل شوي او تر پنځوسو پورې نور ټپیان دي. په وژل شوو او ټپیانو کې نظامیان هم شامل دي. تر اوسه کومې ډلې ددغه پېښې مسوولیت نه دی منلی.