د امریکا د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له ټولو غړو هېوادونو غوښتي چې په وینزویلا کې د راغلي ډیموکراټیک بدلون ملاتړ وکړي.
پامپیو په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته ویلي: «نن زه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پر ټولو غړو غږ کوم چې د وینزويلا د ډیموکراټیک تغیر ملاتړ وکړي او د موقت ولسمشر په توګه د خوان ګایدو ملاتړ وکړي».
نوموړي د نیکولاس مادرو په مشرۍ، د وینزويلا حکومت یو مافیایي حکومت یاد کړی او ویلي یې دي چې دغه سوسیالستي حکومت، یاد هېواد له بېوزلۍ سره مخ کړی دی.
پامپیو له هغو هېوادونو چې د وینزویلا د اپوزېسیون ملاتړ کوي، غوښتي چې د مادرو له حکومت سره اقتصادي راکړه ورکړه بنده کړي.
هغه زیاته کړې: «اوس هغه وخت دی چې هر ملت باید خپله خوا معلومه کړي، نور باید ځنډ ونه کړي، نورې سیاسي لوبې ونه کړي، تاسو یا د ازادۍ له ځواکونو سره ودرېږئ یا له مادرو او ګډوډۍ سره».
بلخوا په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازي، واسیلي نبېنزیا د امنیت شورا غونډې ته د خبرو پر مهال، په واشنګټن تور پورې کړی چې په وینزویلا کې د کودتاه ملاتړ کوي او دغه هېواد نړیوالې سولې او امنیت ته ګواښ نه دی پېښ کړی، نو باید منزوي هم نه شي.
د مادرو حکومت له واشنګټن سره ډیپلوماټیکې اړیکې قطع کړې دي او امریکايي ډیپلوماټانو ته یې ویلي دي چې ژر تر ژره دې له دغه هېواد څخه ووځي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تر غونډې یوه ورځ وړاندې جرمني، فرانسې او اسپانیې ویلي وو چې که د اتو ورځو په ترڅ کې ټاکنې ونه شي، د خوان ګایدو موقت حکومت به په رسمیت وپېژني، خو د وینزویلا د بهرنیو چارو وزیر خورخي اریزا دغه وړاندیز رد کړی او ویلي یې دي چې اروپا دې موږ ته د ټاکنو لپاره وخت نه ټاکي.