د وینزویلا جمهور رییس نیکولاس مادورو د اروپايي ټولنې ضرب الاجل چې باید په اتو ورځو کې دې په دغه هېواد کې ولسمشریزې ټاکنې وشي، رد کړی دی.
مادورو له سي اېن اېن ترک ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي: «هېڅوک نه شي کولای چې موږ ته ضرب الاجل وټاکي. متاسفانه اروپا یو وار بیا له وینزویلا سره یوه لویه تېروتنه کوي. داسې ښکاري چې د خپلواکۍ لپاره زموږ ۲۰۰ کلنه جګړه هغوی ته هېڅ معنی نه لري. اروپا ډېر بېځایه، بې ثباته او غیر واقعي دریځ خپل کړی دی او باید خپل ضرب الاجل بېرته واخلي.»
دا په داسې حال کې ده چې مادورو له ۲۰۱۳ ز کال را وروسته، د وینزویلا ولسمشر دی او اوسمهال د مخالفینو له پراخو مظاهرو سره مخ دی.
فرانسې، جرمني، برېټانیا او اسپانیې د شنبې پر ورځ نوموړي ته اته ورځې وخت ورکړ، څو د ازادو او عادلانه ټاکنو نېټه اعلان کړي، که نه دوی به د خوان ګوایدو حکومت په رسمیت وپېژني.
د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشرې فدرېکا موګېریني هم په یوه جلا بیان کې ګواښ کړی چې که په وینزویلا کې په څو راتلونکو ورځو کې د ټاکنو د ترسره کېدو لپاره اقدام ونه شي، اروپايي ټولنه به په جمعي توګه ګوایدو په رسمیت وپېژني.
خوان ګوایدو د مخالفینو او ملي اسامبلۍ مشر دی چې په دغه هېواد کې د روانو پراخو لاریونونو مشري کوي او ځان یې د وینزویلا موقت ولسمشر اعلان کړی دی.
ګوایدو دغه راز د اروپايي ټولنې له اقداماتو هرکلی کړی او ویلي یې دي: «لومړی کار چې غواړم وکړم هغه دا دی چې له اروپايي ټولنې د هغه اقدام ستاینه وکړم چې د وینزویلا په ملاتړ یې اخیستی. زموږ په هېواد کې د ډیموکراټیکو هڅو په ملاتړ یو کلک ګام دی».
بلخوا د امریکا متحده ایالتونو خوان ګوایدو د وینزویلا د جمهور رییس په توګه په رسمیت پېژندلی دی. د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په بېړنۍ غونډه کې له نورو هېوادونو هم غوښتي چې د دوی په څېر اقدام دې وکړي.
تر امریکا وروسته کاناډا، اروپايي هېوادونو، اسرائیلو او د لاتینې امریکا اکثرو هېوادونو ګوایدو په رسمیت وپېژانده.
خو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په دې بېړنۍ غونډه کې د وینزویلا د بهرنیو چارو وزیر جورج اریزا د اروپايي ټولنې ضرب الاجل رد کړ او ویې ویل چې وینزویلا چا ته اجازه نه ورکوي چې کومه پرېکړه یا امر پرې ومني.
هغه ویلي: «کاراکاس ښه دوستان لري او د دفاع لپاره ترې مرسته غواړو».
خو بلخوا ترکیې، روسیې او چین له نېکولاس مادورو خپل ملاتړ اعلان کړی دی.
په دې وروستیو کې داسې راپورونه خپاره شول چې روسیې په وینزویلا کې د لاریونوالو د ګواښ په خاطر له نېکولاس مادورو سره د مرستې لپاره خپل خصوصي امنیتي قراردادیان ورلېږلي دي.