روسیه، ترکیه او ایران د سوریې د اوږده کړکېچ د ختمولو لپاره په سوچي کې غونډه کوي. سرچینو تایید کړي چې دا درې هېوادونه به د روان کال د فبروري میاشتې په ۱۴مه نېټه د سوریې د کړکېچ ختمولو په اړه غونډه وکړي. رسنیو د ترکیې د بهرنیو چارو د وزیر مولود چاوش اغلو له قوله ویلي چې دا ناسته په دې موخه تر سره کېږي چې څه ډول کولی شي د سوریې د کړکېچ ختمولو لپاره د ملګرو ملتونو له استازي سره مرسته وکړي. سرچینه کاږي چې د دې ناستې یوه اصلي موخه د اساسي قانون لپاره د یوې کمیټې پر رامنځته کولو بحث او خبرې اترې دي. دا په داسې حال کې ده چې ویل کېږي ترکیه او روسیه په سوریه کې د النصره ډلې پر وړاندې د پراخو عملیاتو تابیا لري.