په کندوز ولایت کې د خټکیو حاصلات د تېر کال په پرتله ۱۰ سلنه زیات شوي دي. د کندوز د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، سږ کال ۴۷ زره هکتاره ځمکه باندې خټکي کرل شوي. او تمه ده چې ۱۱۸ میټریک ټنه خټکي تولید کړي. کروندګر وايي، د خټکیو حاصلات ښه دي، خو بيې یې ټيټې دي. دوی له سرپرست حکومت څخه غوښتنه کوي، چې د خټکیو لپاره بهرنی بازار پیدا کړي. کروندګر وايي، سره له دې چې سږ کال په خټکیو طبیعي افات کم دي، خو د کرنې له ریاست څخه غواړي، چې ښه خدمات او مشورې ورته وړاندې کړي. د کروندګرو په خبره په کندوز کې تر لسو ډولونو ډېر خټکي کرل کېږي، چې تر ټولو ښه او مشهور یې عسقلاني خټکي دي.