د زابل ولایت ځایي چارواکو خبر ورکړی، چې په یاد ولایت کې د ۲ ترافیکي پېښو له امله یو تن مړ او ۷ نور ټپیان شوي دي. د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند رسنیو ته ویلي چې یوه پېښه د شاجوی او دویمه د میزاني ولسوالۍ او کلات ترمنځ شوې ده. مسوولینو د دې پېښو لامل د چلوونکو بېاحتیاطي بللې ده. ویل کېږي، د دغو ترافیکي پېښو له امله د ټپي شویو کسانو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی. په وروستیو کې د هېواد په تقریباً ټولو ولایتونو کې ترافیکي پېښې پام وړ زیاتې شوې چې ستر لاملونه یې د چلوونکو بېاحتیاطي، خراب سړکونه، ګړندی تګ او د ترافیکي اصولو نهمراعاتول بلل شوي.