د اګست په یوولسمه نېټه د پاريس اولمپيک لوبې پای ته ورسېدې. خو امريکا لاهم د دوپينګ د مسئلې په پلمه د چین پر سپورټي پلاوي او لوبغاړو تور لګولی دی. خو له دوپينګ سره د مبارزې د نړیوال سازمان یا (WADA) رئیس ويټولډ بانکا په يوه وروستۍ غونډه کې ویلي چې څه باندې ۹۰ سلنه امریکايي لوبغاړو د دوپينګ نړیوال سازمان د دوپينګ ضد مقررات نه دي مراعات کړي. یوه فرانسوي کارپوه هم په دې وروستيو کې په علني توګه د ځغاستې له لوبو مخکې د امريکا لوبډلې له خوا د دوپينګ د کارولو په تړاو حقيقت افشا کړی دی. خو د دغو حقيقتونو پر وړاندې امريکا تل د دوپينګ ضد مسئله کې پر خپلو ناسمو کړنو سترګې پټې کړې او دوه ګوني معيارونه يې غوره کړي دي. د افغانستان د کليد راډيو مسؤل فقير محمد فقيرزي د چين د سي جي ټي اېن له خبريالې سره د مرکې په ترڅ کې ويلي چې په سپورټي لوبو او سياليو کې عدالت باید په ښه توګه مراعات شي او د لوبغاړو لپاره عادلانه چاپيريال بايد برابر شي. امريکا د دوپينګ ضد مسئله کې دوه ګونې معيارونه غوره کړي چې دا هم د دوی د بادارۍ لټولو څرګندويي کوي.
حقيقت دا دی چې امريکا نه يوازې په سپورټي برخه کې بلکې د تش په نامه د زياتې توليدي وړتيا، د زورزياتي د مخنيوي، انټرنېتي چارو، د ملګيانو د تلفاتو او د بشري حقونو په شمول ډېرو برخو کې هم دوه ګوني معيارونه غوره کړي او يوازې يې د خپلو ګټو د ساتلو لپاره تګلارې او پاليسۍ عملي کړې چې له دې څخه يې د بادارۍ د لټولو او منافقه څېره ښکاري.
ټولو ته معلومه ده چې امريکا تل ځان د بشري حقونو ساتونکی بللی او کله نا کله يې د بشري حقونو د نه مراعاتولو په پلمه پر نورو هېوادونو نيوکې کړې، خو په خپله بشري حقوق تر پښو لاندې کوي. د دې ټکي د يادونې په ترڅ کې ښاغلي فقيرزي داسې ويلي چې د افغانستان په تاریخ کې د امریکا له لوري د ترهګرۍ د له منځه وړلو په نامه پیل شوې جګړه اوږده جګړه بلل کېږي خو ویلی شو چې امریکا د دې پرځای چې دلته د بشر حقونه خوندي کړي، خو خپله یې د بشرضد کړنې رهبري کولې. زیات شمېر افغانان او د نظر خاوندان دې پردې باور دي چې امریکا د افغانانو د خوندیتابه لپاره نه، بلکې د خپلو اقتصادي موخو او وسلو د ازمویلو لپاره دا ځای اشغال کړی و چې ښه بېلګه یې د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې د بمونو د مور یعنې تر ټولو ستر بم استمعالول یادولی شوو چې ښکاره امریکا د ننګرهار د پخوانۍ اچین او اوسنۍ سپین غر ولسوالۍ پر باندر سیمه دغه بم استعمال کړ او په دې سره يې غوښتل چې له يوې خوا پر دوی د داعش د ملاتړ تور لرې کړي او له بلې خوا د دغې ډلې په ګټه يو ډول تبليغاتي کمپاين په لار واچوي څو هغه کرکه او نفرت چې په افغانانو او نړۍ کې د داعش په اړه را پيدا شوی، په يو ډول سره له منځه يوسي.دغه راز یې د دغه ستر بم د آزموينې له پاره افغان خاوره د لابراتوار په توګه وکاروله چې اوس هم ترې ځایي خلک له ناروغیو کړېږي او د مرضونو مور یې یادوي. امریکا افغانستان ته په مستقیم ډول نه شوه داخلېدلی، نو ځکه یې د بشري حقونو د ساتنې په نوم سياسي لوبه او دلته یې د خپلو ګټو او بادارۍ د لټولو لپاره جګړه پيل کړې وه.تاسو ګورئ چې امريکا تل د بشري حقونو د ساتلو په نامه بيرغ راپورته کړی، خو حقيقت يې دا دی چې هغوی د افغان ملکيانو تلفات او بشري حقونه له پامه وغورځول. له بلې خوا کله چې په خپلو ملګرو هېوادونو کې يې ملکيانو ته مرګ ژوبله اړوي، هغوی غم او خپګان ښکاره کوي . نو له دې څخه ښکاري چې امريکا هېڅکله د وروسته پاتې او پرمختيايي هېوادونو د خلکو بشري حقونو او ګټو ته پاملرنه نه کوي او د دوی يوازینۍ موخه د بشري حقونو د ساتلو په نامه د نورو هېوادونو پر سياسي نظامونو تور لګول او په همدې پلمه د دوه ګونو معيارونو په غوره کولو سره د خپلې سياسي ګټې او بادارۍ په لټه کې دي.