د کابل ـ جلال اباد پر لویه لار د لغمان ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې د دوو موټرو د ټکر له امله لږ تر لږه لس کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. ویل کېږي چې دا پېښه د قرغيو ولسوالۍ په خيرو خېلو سيمه کې د دوو موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې چې پکې شپږ تنه مړه شوي او څلور نور ټپیان دي. په مړو شویو کې ٣ ماشومان او ۳ ځوانان شامل دي. د پېښې لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي ښودل شوې ده.



































